د امريکې نيمو وګړو د صدر جوبائيډن د اقتدار په وړومبني كال د اطمينان نه لرلو څرګندونه

واشنګټن18جنوري (اے پي پي) د امريکې نيمو وګړو د صدر جوبائيډن د اقتدار په وړومبني كال د اطمينان نه لرلو او مايوسۍ څرګندونه كړې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ د امريكې ټېلي ويژن پروګرام سي بي اېس نيوز او د برتانيې د ريسرچ کمپنۍ يو ګورنمنټ لخوا په تر سره شوې سروے كښې 65 فيصده وګړو وئيلي دي د صدر جوبائيډن انتظاميې له ګرانۍ پلو پام پكار دے ٬ 58 فيصد دا خيال لري چې صدر له معيشت ته پام لرنه پكار ده٬ د سروے له مخې 51فيصده وګړو د كرونا وائرس په ضد د صدر جوبائيډن په اقدامات د عدم اطمينان څرګندونه كړې