مصر – د مور اوښكو ځوې په سولۍ كولو نه بچ كړو

قاہرہ۔18جنوری(اے پی پی) مصر كښې د يوې مور اوښكو ځوې د سولۍ كولو نه بچ كړے۔ د سعودي د ابلاغ ذريعو له مخې د منصوره فوجداري عدالت چې څه وخت د دقهلیه په كفر الكردي سيمه كښې د وراثت له امله خپله خور وژونكي تورن ته د سولۍ كېدو سزا واوروله نو د تورن مور عدالت ته په ژړغوني آواز ووئيل زما نه خو د ده نه وړاندې يوه لور هم جدا شوې زه نه غواړم چې ځوې هم رانه جدا شي۔ په دې جج د تورن سزا د سولۍ كېدو په ځاے په ټول عمري زندان بدله كړه۔