د جاپان وزيراعظم امريكائي صدر سره د جمعې په ورځ ورچوئل ملاقات كوي

ټوکیو۔18جنوری(اے پی پی) د جاپان وزيراعظم فوميو كېشيدا به د جمعې په ورځ امريكائي صدر جوبائيډن سره ورچوئل ملاقات كوي۔ د جاپان خپرونې ادارې د سپينې مانړۍ پرېس سېكرټري جين ساكي حوالې سره وئيلي دي چې د جاپان وزيراعظم به امريكائي صدر سره د جمعې په ورځ ورچوئل ملاقات كوي۔ په ملاقات كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځې د شريكې خوښی چارو په شمول په هند بحرالكاهل ٬ نړيوال امن او د سلامتيا او استحكام په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې جاپانې وزيراعظم امريكائي مشرتابه سره ملاقات لپاره زر تر زره امريكا ته تلل غوښتل بياهم دواړو فريقو د اومېكرو زياتېدو او په امريكا كښې د سياسي وضعې په تناظر كښې ورچوئل تګلاره خپله كړې ده