افغانستان كښې د زلزلې نه پس ملبې څخه د ژوندو كسانو رېسكيو كولو لپاره د مرستې كاروائۍ روانې دي

کابل 18 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په لويديز بادغېس ولايت كښې د زلزلې نه پس ملبه كښې د كسانو لټون لپاره د مرستې كاروائۍ روانې دي او په مرګونو كښې د زياتوالي اندېښنه لرلې كېږي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې په بادغېس ولايت كښې د 5.3 شدت زلزله راغلې چې مركز ئې قدېس اولسوالي ده او د لرې پرتې سيمې له امله سيمې ته رسنه ګرانه ده ٬ د زلزلې په نتيجه كښې 26 كسان مړه شوي او د سلګونو په شمېر خونې ړنګې شوي۔ د بادغېس ولايت وياند محمد سرورے وائي د زلزلې له امله 700 نه تر يو زر كورونو ته زيان رسېدلے چې په سبب ئې په مرګونو كښې د اضافې اندېښنه ده٬ مرستندويه كاركنان او ځائي خلق ملبې څخه د كسانو رېسكيو كولو لپاره په كاروائيو كښې بوخت دي