د افغان وروڼو مرسته زمونږ اخلاقي ذمه واري ده٬ د هزاره فاؤنډېشن مؤسس د چين خبر رسنې ادارې سره مركه

اسلام آباد۔18جنوری(اے پی پی) په افغانستان كښې د هزاره فاؤنډېشن مؤسس محمد شريف تابش وئيلي دي چې دا زمونږ اخلاقي ذمه واري ده چې د ضرورت په دې وخت كښې مونږ د خپلو افغان وروڼو مرسته وكړؤ او د مرستې كلتور ته وده وركړؤ۔ د چين خبر رسنې ادارې ته په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل زمونږ دا خېراتي اداره بې وزله كورنيو ته د روزانه په بنياد روټۍ وركوي كومې ته چې نان وئيلې شي۔ محمد شريف تابش ووئيل چې مونږ د كورنۍ هر يو وګړي ته روزانه يو نان وركوؤ٬ كه په يوه كورنۍ كښې لس كسان وي نو دغه كورنۍ روزانه لس نانونه ترلاسه كولې شي۔ هغه ووئيل هزاره فاؤنډېشن سره زياتره بهر هېوادونو كښې مېشته افغانان مالي مرسته كوي۔ هغه ووئيل دې فاؤنډېشن په كابل كښې 300 كورنيو ته 3 مياشتې خوراك وركړې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تېر كال اګست مياشتې څخه تر دې دمه افغانستان ناوړه حالاتو سره مخ دې٬ د هېواد د 9.5 بلین امریکائي ډالرو اثاثې تر دې دمه كنګل دي٬ د بندېزونو د لاسه په ګرد هېواد كښې بې وزلي سوا شوې ده ولې چې نوې انتظاميه د تنخاګانو په ادا كولو كښې ستونزو سره مخ ده۔ هغه ووئيل په افغانستان كښې 35 ملينه خلقو كښې 20 ملينه نه زيات كسان د لوږې سره سره سخت يخ موسم سره هم مخ دي كومه چې بشري بحران ته اشاره كوي۔ افغانستان سره د چين٬ پاكستان او متحده عرب امارات په شمول يو شمېر هېوادونو په بشري بنيادونو مرسته كړې ولې مونږ د ملګرو ملتونو او نوې انتظاميې څخه د لا مرستې كولو غوښتنه كوؤ۔