په افغانستان كښې د 5.6 شدت زلزله٬ 12 كسان مړه٬ګڼ شمېر ژوبل

كابل17جنوری(اے پی پی)د افغانستان په لوېديزه سيمه كښې د ګل په د 5.6 شدت زلزله راغلې چې په نتيجه كښې يې لږ تر لږه 12 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د ابلاغ ذريعو له مخې د ګل په ورځ د افغانستان په لودېيزه سيمه كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي چې په سبب يې د لوېديز بادغيس ولايت په قادس اولسوالۍ كښې د ځينو كورونو چتونه راپريوتي چې په نتيجه كښې يې لږ تر لږه 12 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔ اواسوال محمد صالح پردل وئيلي دي په مړو شوو كښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔د امريكې جيالوجيكل سروے له مخې د زلزلې شدت 5.6 او ژورتيا 10 كلوميټره رېكارډ كړې شوې