بماکو۔17جنوری(اے پی پی) د مالي پخوانې صدر ابراهيم بوبكر كيتا په حق رسېدلې۔ د چين خبري اژانس د هغه د كورنۍ نزدې ذريعو حوالې سره وئيلي دي چې 76 كلن پخوانې صدر ابراهييم بوبكر د مالي په پلازمينه بماكو كښې په حق رسېدلې دې۔ د ده د مرګ سبب تر دې دمه نه دې معلوم شوې۔ په ستمبر كال 2013 كښې ده اقتدار ترلاسه كړو او په كال 2018 كښې …
د مالي پخوانې صدر ابراهيم بوبكر كيتا په حق ورسېد
بماکو۔17جنوری(اے پی پی) د مالي پخوانې صدر ابراهيم بوبكر كيتا په حق رسېدلې۔ د چين خبري اژانس د هغه د كورنۍ نزدې ذريعو حوالې سره وئيلي دي چې 76 كلن پخوانې صدر ابراهييم بوبكر د مالي په پلازمينه بماكو كښې په حق رسېدلې دې۔ د ده د مرګ سبب تر دې دمه نه دې معلوم شوې۔ په ستمبر كال 2013 كښې ده اقتدار ترلاسه كړو او په كال 2018 كښې د يو وارې بيا ټاكل كېدو نه وروستو دې په 18 اګست 2020 په هېواد كښې د ده په ضد په سړكونو تر څو مياشتو د روان احتجاج نه وروستو د خپل منصب نه اخوا كړې شوې وو۔ دې نه وروستو دې درملنو لپاره يو شمېر ځله په دبۍ او متحده عرب امارات كښې پاتې شوې وو۔











