افغانستان ، د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال 1 تښتونكې مړ او 4 نور ونيولې شؤ

کابل۔16جنوری (اے پی پی) د افغانستان په هرات ولایت کښې د امنیتي ادارې اهلكارو د عملیاتو په مهال یو تښتونکې وژلې او څلور نور یې نیولي دي. د چين نړيوالې ميډيا د افغانستان د استخباراتو ډائرېكټورېټ حوالې سره وئيلي دي چې د هغې يوې خصوصي ډلې په ګوزاره اولسوالۍ كښې د تښتوونكې ډلې په ضد عمليات وكړل چې په مهال ئې يو تن مړ او 4 نور نيولو سره د دوئي د قبضې نه دوه ځوانان حفاظت سره آزاد كړې شول۔ هغوي ووئيل تښتولې شوې ځوان د يو زرګر ځوے وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دا ډله د افغانستان پلازمينې كابل څخه 640 كلوميټره لرې په هرات ولايت كښې د تښتولو په يو شمېر وارداتو كښې ككړ پاتې شوې وه۔