د لكھونو په شمېر افغانان لا ستونزو سره د مخ كېدو نه ساتلو له د ملګرو ملتونو نړيوالې ورورولۍ څخه د فوري ګامونو پورته كولو غوښتنه

نیو یارک ۔14جنوری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيوګوتېرس د لكھونو په شمېر افغانان لا ستونزو سره د مخ كېدو نه ساتلو له نړيوالې ورورولۍ څخه د فوري ګامونو پورته كولو غوښتنه كړې ۔ هغه په يو خبري كنفرنس كښې ووئيل مونږ له به د سماجي او معاشي تباهۍ مخنيوي او د لكھونو په شمېر افغانان د لا مصيبتونو څخه ساتلو له فوري حل لټول وي۔ هغه ووئيل …

نیو یارک ۔14جنوری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيوګوتېرس د لكھونو په شمېر افغانان لا ستونزو سره د مخ كېدو نه ساتلو له نړيوالې ورورولۍ څخه د فوري ګامونو پورته كولو غوښتنه كړې ۔ هغه په يو خبري كنفرنس كښې ووئيل مونږ له به د سماجي او معاشي تباهۍ مخنيوي او د لكھونو په شمېر افغانان د لا مصيبتونو څخه ساتلو له فوري حل لټول وي۔ هغه ووئيل د افغانستان وضعه لا ناوړه شوې ۔ ملګرو ملتونو په امريكا او نړيوال بېنك زور راوړے چې هغوي افغان كنګل شوې شته منۍ بحال كړي كومې چې د طالبانو په اقتدار كښې د راتللو نه وروستو كنګل كړے شوي ٬ دغسې چې په افغانستان كښې د راتلونكو مصيبتونو مخنيوے وكړے شي۔ هغه زياته كړه په دې كښې امريكا ډېر مهم دے ولې چې د نړۍ تر ټولو زيات مالياتي نظام په ډالر چلېږي۔ هغه ووئيل ملګري ملتونه په افغانستان كښې د بنيادي ضرورتونو ترسره كولو له كوټلې هڅې كوي۔ هغه ووئيل نړيوال بېنك د افغانستان بيا ودانۍ له د ټرسټ انتظام كوي او تېره مياشت دې بېنك د دې فنډز نه 280 ملینه ډالره د ملګرو ملتونو د كوچنيانو فنډز او ورلډ فوډ پروګرام لپاره افغانستان ته منتقل كړي۔ هغه هيله ولرله چې 2 .1 بلین نه زياتې ډالرې به د افغانستان اولس لپاره د يخنۍ موسم كښې مرستې له ترلاسه شي۔ د ملګرو ملتونو مشر په دې موقع طالبانو څخه د مېرمنو د حقونو د تحفظ مطالبه هم وكړه۔ هغه ووئيل كوم هم هېواد د خپلې نيمې ودانۍ د حقونو څخه په انكار كولو پرمختګ كولې نه شي۔ ملګرو ملتونو نړيوالې ورورولۍ څخه افغانستان لپاره د 5 بلين ډالرو نه د زيات مالي مرستې اپيل وكړو دغسې چې د افغانستان د 22 ملينه زياتو وګړو بنيادي ضرورتونه ترسره كړے شي۔

مزید خبریں