کابل12جنوري (اے پي پي)د طالبانو انتظاميې وئيلي دي د مالي بحران زياتېدو له امله د كار په بدل د غنمووركولو د وړاندېزھغه پروګرام كښې پراختيا شوېد كوم له مخې چې د زرګونو په شمېر سركاري ملازمانو ته د نغدو پېسو وركولو په ځائ به عطيه كړي غنموركولې شي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د كركيلي چارواكو د يو نيوز كنفرنس په مهال ووئيل غنم كوم چې د هند …
افغانستان كښې د مالي بحران زياتېدو له امله د كار په بدل د غنمو وركولو پروګرام پراخا كړے شوے۔ طالبان انتظاميه
کابل12جنوري (اے پي پي)د طالبانو انتظاميې وئيلي دي د مالي بحران زياتېدو له امله د كار په بدل د غنمووركولو د وړاندېزھغه پروګرام كښې پراختيا شوېد كوم له مخې چې د زرګونو په شمېر سركاري ملازمانو ته د نغدو پېسو وركولو په ځائ به عطيه كړي غنموركولې شي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د كركيلي چارواكو د يو نيوز كنفرنس په مهال ووئيل غنم كوم چې د هند لخوا د افغانستان پخواني حكومت ته عطيه كړې شوي وو٬ ھغه څلوېښت زره كاركنانو ته هره ورځ پنځه ساعته د كار كولو په سر لس كلو ګرامه وركولو لپاره استعمالېږي۔ ده ووئيل د دې سكيم له مخې په لويه كچه كار كوٶنكو مزدورانو ته په كابل كښې د سركاري كارونو پروګرام له مخئ تنخا وركړې كېږي۔ د افغانستان نائب وزير فضل باري فضليوئيلي دي مونږ د خپل اولس مرستې لپاره چمتو يو۔ ده ووئيل افغان حکومت د وړاندې نه پاکستان څخه د 37 ټن لوظ نامې تر مخه 18 ټنه اضافي غنم ترلاسه كړي او 55 ټنه غنمو لپاره هند سره خبرې رواني دي












