د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې د چاودېدونكو توكو په چاودنه كښې دوه مېرمنې په حق رسېدلې دي، ماشومه ژوبل

كابل 12 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت كښې د جنګ نه پس د پاتې شويو چاودېدونكو توكو په چاودنه كښې دوه مېرمنې مړې او يوه ماشومه سخته ژوبل شوې. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ولايت د پوليس د دفتر بصير زابلي وئيلي دي چې پېښه د لال پور ولسوالې په ورسك كلي كښې په يو كور كښې رامېنځ ته شوې. د خبر …

كابل 12 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت كښې د جنګ نه پس د پاتې شويو چاودېدونكو توكو په چاودنه كښې دوه مېرمنې مړې او يوه ماشومه سخته ژوبل شوې. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ولايت د پوليس د دفتر بصير زابلي وئيلي دي چې پېښه د لال پور ولسوالې په ورسك كلي كښې په يو كور كښې رامېنځ ته شوې. د خبر له مخې د لرګو جمع كولو په مهال چاودېدونكي توكي ﴿اي آر ډبليو﴾ د سكرېپ مېټلز په توګه د خرڅولو په غرض كور ته راوړل شوي وو . د افغانستان د ډېزاسټر مېنجمنټ وزارت له مخې په افغانستان كښې په داسې پېښو كښې هره مياشت تقريباً 120 مړه او ژوبل كېدل.

مزید خبریں