برازيليا 12 جنوري (اے پي پي) په برازيل كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې د سېلاب او زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې 10 كسان مړه او 13 زره بې كوره شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د برازيل چارواكو وئيلي دي چې د سېلاب او زمكې ښوئېدنې پېښې په سوئيلي ختيځ ميناس ګېرېس ايالت كښې رامېنځ ته شوې دي. په مړو كسانو كښې د پنځو كسانو تعلق يوې …
په برازيل كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې د سېلاب او زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې 10 كسان مړه او 13 زره بې كوره شوي دي
برازيليا 12 جنوري (اے پي پي) په برازيل كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې د سېلاب او زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې 10 كسان مړه او 13 زره بې كوره شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د برازيل چارواكو وئيلي دي چې د سېلاب او زمكې ښوئېدنې پېښې په سوئيلي ختيځ ميناس ګېرېس ايالت كښې رامېنځ ته شوې دي. په مړو كسانو كښې د پنځو كسانو تعلق يوې كورنۍ سره دے. د رپورټ له مخې په برازيل كښې د سختو بارانونو نه پس د سېلاب صورتحال رامېنځ ته شوې او په ډېرو سيمو كښې د بيړني حالت نافذ كولو اعلان شوے.












