جنېوا 11 جنوري (اے پي پي) ملګرو ملتونو نړيوالو مرستندويه ډلو ته افغانستان سره د 5 اربه ډالرو د مرستې كولو خواست كړے. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په افغانستان كښې سږ كال د 2 كروړه 20 لكه افغان وګړو مرستې لپاره د 4.4 اربه ډالرو او په پنځو ګاونډي هېوادونو كښې بې كوره افغانانو لپاره د 623 مليونه ډالرو د مرستې ضرورت …
ملګرو ملتونو نړيوالو مرستندويه ډلو ته افغانستان سره د 5 اربه ډالرو د مرستې كولو خواست وكړو
جنېوا 11 جنوري (اے پي پي) ملګرو ملتونو نړيوالو مرستندويه ډلو ته افغانستان سره د 5 اربه ډالرو د مرستې كولو خواست كړے. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په افغانستان كښې سږ كال د 2 كروړه 20 لكه افغان وګړو مرستې لپاره د 4.4 اربه ډالرو او په پنځو ګاونډي هېوادونو كښې بې كوره افغانانو لپاره د 623 مليونه ډالرو د مرستې ضرورت دے. د ملګرو ملتونو د بشري چارو او د بېړنې مرستې چارواكي مارټن ګرېفتهس په جنېوا كښې خبريالانو ته ووئيل چې زما پېغام دے د مرستې نه بغېر د افغانستان كوم سباٶن نشته. ده ووئيل چې كه افغانستان سره مرستې ونه شي نو په كال 2022م كښې د 11 لكه ماشومانو پشمول 47 لكه وګړي د خوارك سخت كمي سره مخ كېدے شي. ده ووئيل چې په افغانستان كښې د انساني مرستې تنظيمونو لپاره د امنيت په صورتحال كښې د تېر څو كلونو په نسبت بهتري راغلې، په كابل كښې د وزارتونو عمله د طالبانو د حكومت نه د وړاندې ده. د يادونې وړ ده چې امريكې د افغانستان د اربونو ډالرو اثاثې منجمد كړې دي.












