په نائجېريا كښې د وسله والو په بريدونو كښې د 200 نه زيات كسان مړه شوي

ابوجا 10 جنوري (اے پي پي) په نائجېريا كښې د وسله والو شوكمارو په بريدونو كښې د 200 نه زيات كسان مړه شوي دي. د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د نائجېريا په زمفارا ايالت كښې د حكومتي كارروائې په ځواب كښې په موټر سائيكلو سوارو وسله والو شوكمارو په 10 كليوالو سيمو بريدونه كړي دي او په نتيجه كښې ئې د 200 نه زيات كلي وال كسان مړه …

ابوجا 10 جنوري (اے پي پي) په نائجېريا كښې د وسله والو شوكمارو په بريدونو كښې د 200 نه زيات كسان مړه شوي دي. د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د نائجېريا په زمفارا ايالت كښې د حكومتي كارروائې په ځواب كښې په موټر سائيكلو سوارو وسله والو شوكمارو په 10 كليوالو سيمو بريدونه كړي دي او په نتيجه كښې ئې د 200 نه زيات كلي وال كسان مړه شوي دي. د نائجېريا پوځ او فضائيه د ګوسامي په ځنګلو او تسميرے كلي كښې د دې شوكمارو اډې په نښه كړې دي او پكښې د 100 نه زيات وسله وال وژل شوي دي. د حكومتي كارروائې په ځواب كښې د 200 نه په زياتو موټرسائيكلو وسله والو شوكمارو په كليوالو سيمو بريدونه وكړل. دوي كلي لوټ كړل او املاكو ته ئې اور وركړو. د نائجېريا حكومت دا شوكمار ترهګر ګرځولي او د دوي په ضد ئې د سختو عملياتو پرېكړه كړې ده.

مزید خبریں