د صوماليه ځواكونو سره په نښتو كښې د الشباب ډلې 21 جنګيالي وژل شوي

موغاديشو 10 جنوري (اے پي پي) د صوماليه ځواكونو سره په نښتو كښې د الشباب ډلې 21 جنګيالي وژل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د صوماليه امنيتي ځواكونو وئيلي دي چې دوي تېره ورځ په ګالمودوګ ايالت كښې د الشباب د وسله والو يو بريد شنډ كړے او په دې مهال د الشباب ډلې 21 جنګيالي وژل شوي دي. د پوځي چارواكو له مخې په بريد كښې څلور …

موغاديشو 10 جنوري (اے پي پي) د صوماليه ځواكونو سره په نښتو كښې د الشباب ډلې 21 جنګيالي وژل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د صوماليه امنيتي ځواكونو وئيلي دي چې دوي تېره ورځ په ګالمودوګ ايالت كښې د الشباب د وسله والو يو بريد شنډ كړے او په دې مهال د الشباب ډلې 21 جنګيالي وژل شوي دي. د پوځي چارواكو له مخې په بريد كښې څلور اهلكار هم مړه شوي دي. د صوماليه سركاري ټي هم خبر وركړے چې امنيتي ځواكونو د الشباب بريد شنډولو سره 21 جنګيالي وژلي دي.

مزید خبریں