كابل 10 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په پايه تخت كابل كښې جنګ ځپليو كورنيو په پبلك پارك كښې د عكسونو نندارتون جوړ كړے او د امريكائي او ناټو ځواكونو د جنګي جرائمو د پلټنو او د افغان وګړو په مرګونو كښې د ككړو كسانو د سزا كېدو غوښتنه ئې كړې ده. د چينائي مېډيا له مخې په پبلك پارك كښې كم او زيات 200 عكسونه نندارتون لپاره وړاندے …
په كابل كښې د جنګ ځپليو كورنيو لخوا د عكسونو نندارتون، د امريكائي او ناټو ځواكونو د جنګي جرائمو د پلټنو غوښتنه
كابل 10 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په پايه تخت كابل كښې جنګ ځپليو كورنيو په پبلك پارك كښې د عكسونو نندارتون جوړ كړے او د امريكائي او ناټو ځواكونو د جنګي جرائمو د پلټنو او د افغان وګړو په مرګونو كښې د ككړو كسانو د سزا كېدو غوښتنه ئې كړې ده. د چينائي مېډيا له مخې په پبلك پارك كښې كم او زيات 200 عكسونه نندارتون لپاره وړاندے كړے شول. په دې كښې د امريكائي پوځ په بمبارې كښې په حق رسېدلي د زرګونو په شمېر بې ګناه افغان وګړي په تصويري انداز كښې وړاندې كړې شول او په دې د ككړو كسانو ئې د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه وكړه. د عكسونو د نندارتون منتظمې او د مېرمنو د حقونو كاركوونكې وېدا احمد ووئيل چې په د عكسونو په نندارتون كښې په افغانستان كښې د امريكې په مشرې كښې د ځواكونو لخوا د هرات ولايت په شين ډنډ ولسوالې، د فراه ولايت په بالابلوك او د كونړ ولايت په بېلا بېلو برخو كښې په بمبارې كښې د مرګونو د ځپليو عكسونه شامل دي. هغې ووئيل چې په افغانستان كښې د امريكې د 20 كلنې قبضې په مهال د امريكې په فضائي بريدونو كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول د زرګونو په شمېر افغان وګړي وژل شوي دي.د هغې تنظيم د ځپليو د 10 زرو نه زيات عكسونه جمع كړي دي.












