په برازيل كښې په تالاب كښې د زمكې ښوئېدنې په پېښه كښې 6 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل او بې دركه شوي

برازيليا 09 جنوري (اے پي پي) په برازيل كښې په تالاب كښې د زمكې ښوئېدنې په پېښه كښې 6 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل او بې دركه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ځائي رېسكيو وياند وئيلي دي چې په سوئيلي ختيځ ميناس ګېرېس ايالت كښې د سختو بارانونو له امله د زمكې ښوئېدنې په نتيجه كښې راغلې كمرې او خاوره په تالاب كښې په كشتو راغلې …

برازيليا 09 جنوري (اے پي پي) په برازيل كښې په تالاب كښې د زمكې ښوئېدنې په پېښه كښې 6 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل او بې دركه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ځائي رېسكيو وياند وئيلي دي چې په سوئيلي ختيځ ميناس ګېرېس ايالت كښې د سختو بارانونو له امله د زمكې ښوئېدنې په نتيجه كښې راغلې كمرې او خاوره په تالاب كښې په كشتو راغلې او په نتيجه كښې ئې په كشتو كښې سواره 6 كسان مړه شوي دي. په پېښه كښې 32 كسان ژوبل شوي او 20 بې دركه شوي هم دي. د چارواكو له مخې د پېښې په ځائ كښې د مرستې چارې روانې دي، ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي او د بې دركه كسانو لټون روان دے.

مزید خبریں