نوے ډيلے 08 جنوري (اے پي پي) د انډين نېشنل كانګرېس لارښود ادت راج وئيلي دي چې د پلوامه بريد د نرېندر مودي لخوا جوړ كړې شوې سازش دے. د كشمير مېډيا سروس له مخې د كانګرېس لارښود په سوشل مېډيا په يو بيان كښې ووئيل چې نرېندر مودي ډرامه كوي او دروغ وائي، د پلوامه بريد هم ده كړے دے. ده ووئيل چې مودي د اقتدار په لالچ كښې …
پلوامه بريد د نرېندر مودي سازش دے. ادت راج
نوے ډيلے 08 جنوري (اے پي پي) د انډين نېشنل كانګرېس لارښود ادت راج وئيلي دي چې د پلوامه بريد د نرېندر مودي لخوا جوړ كړې شوې سازش دے. د كشمير مېډيا سروس له مخې د كانګرېس لارښود په سوشل مېډيا په يو بيان كښې ووئيل چې نرېندر مودي ډرامه كوي او دروغ وائي، د پلوامه بريد هم ده كړے دے. ده ووئيل چې مودي د اقتدار په لالچ كښې هر څه كولې شي. ده غوښتنه وكړه چې د پلوامه په پېښه دې د مودي څخه پوښتنه وكړې شي. د يادونې وړ ده چې ادت راج په كال 2020م كښې وئيلي وو چې د كال 2024م د ټولټاكنو نه وړاندې هم د پلوامه په شان يو بل بريد كېدے شي.












