نوې ډيلې 07 جنوري (اے پي پي) د هند د ګجرات رياست په سورت ولسوالۍ كښې په يوه كارخانه كښې د زهرجن ګاز ليك كېدو پېښې له امله په كارخان كښې موجوده 6 كسان مړه او 22 ژوبل شوې دي۔ د هندي ميډيا له مخې د سورت ميونسپل کارپوريشن وياند بسنت پاريك وئيلي چېد پېښې په وخت مزدوران په سچن انډسټريل ايريا كښې ډائېنګ فېکټرۍ كښې اوده وو۔ ده ووئيل …
هند ، په كارخانه كښې د زهرجن ګاز ليك كېدو پېښه ٬ 6 كسان مړه ، 22 ژوبل
نوې ډيلې 07 جنوري (اے پي پي) د هند د ګجرات رياست په سورت ولسوالۍ كښې په يوه كارخانه كښې د زهرجن ګاز ليك كېدو پېښې له امله په كارخان كښې موجوده 6 كسان مړه او 22 ژوبل شوې دي۔ د هندي ميډيا له مخې د سورت ميونسپل کارپوريشن وياند بسنت پاريك وئيلي چېد پېښې په وخت مزدوران په سچن انډسټريل ايريا كښې ډائېنګ فېکټرۍ كښې اوده وو۔ ده ووئيل ريسکيو ادارې ته اطلاع ترلاسه شوه چې په يوه كارخانه كښې د زهرجن ګاز څخه 25۔26 خوارې كښ بې هوشه شوې دي۔ د رېسکيو ډلې د پېښې ځائې ته رسېدو څخه وړاندې 6 خوارې كښ مړه شوې ؤ۔ 22 بې هوشه كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شو












