كراچې 21 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې بايد اولس خپل حق ترلاسه كولو لپاره په نورو د انحصار په ځائ په خپل ځان كښې خود اعتمادي پېدا كړي٬ بايد د ټولنې او رياست لخوا د لګول شويو ذمه وارو په ترسره كولو كښې هم كومه كوتاهي ونه كړې شي٬ د پاكستان او چين اقتصادي لار او د ون بېلټ ون روډ پروژې پاكستان لپاره …
بايد اولس خپل حق ترلاسه كولو لپاره په نورو د انحصار په ځائ په خپل ځان كښې خود اعتمادي پېدا كړي٬ بايد د ټولنې او رياست لخوا د لګول شويو ذمه وارو په ترسره كولو كښې هم كومه كوتاهي ونه كړې شي٬ د پاكستان او چين اقتصادي لار او د ون بېلټ ون روډ پروژې پاكستان لپاره د الله خاص عنايتونه دي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو پلاوو سره خبرې

مزید خبریں
كراچې 21 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې بايد اولس خپل حق ترلاسه كولو لپاره په نورو د انحصار په ځائ په خپل ځان كښې خود اعتمادي پېدا كړي٬ بايد د ټولنې او رياست لخوا د لګول شويو ذمه وارو په ترسره كولو كښې هم كومه كوتاهي ونه كړې شي٬ د پاكستان او چين اقتصادي لار او د ون بېلټ ون روډ پروژې پاكستان لپاره د الله خاص عنايتونه دي۔ اولس مشر دا خبرې د اتوار په ورځ د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو پلاوو سره د خبرو په مهال وكړې۔ پھ پلاوو كښې قانون دان٬ د تعليم پوهان او د ټولنې استازي شامل وو۔ اولس مشر ووئيل چې قومي پرمختګ ته حقيقي بنياد تعليم وركوي ځكه ضروري ده چې په تعليمي ادارو كښې معياري نظم و ضبط وي او د تعليم معامله كښې د كوم ډول سستې نه كار وانخستل شي۔ اولس مشر ووئيل چې د پاكستان او چين اقتصادي لار او د ون بېلټ ون روډ پروژې پاكستان لپاره د الله خاص عنايتونه دي د كومو څخه چې په بشپړه توګه استفاده كولو لپاره ضروري ده چې زمونږ ځوانان په ټولو ضروري او جديد علوم و فنون كښې پوهه ترلاسه كړي او په دې لړ كښې د تعليمي ادارو كردار ډېر مهم دے۔ اولس مشر ووئيل چې هغه په تعليمي معاملو كښې په خپله ډېره دلچسپي لري او د تعليمي مسئلو حل لپاره د ايوان صدر دروازې تل پرانستې دي۔ اولس مشر ووئيل چې د ټولنې په نظم كښې د عدليه كردار ډېر مهم دے او زمونږ عدالتونو په دې لړ كښې د قدر وړ كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل چې په تعليمي ادارو كښې بدعنوانې ته د وده وركوونكو عناصر په ضد سخته كاروائي ضروري دي٬ په دې لړ كښې د ټولنې په هر فرد لويه ذمه واري راځي۔ اولس مشر سره د پاك مسلم اتحاد مشرانو هم ملاقات وكړو۔ اولس مشر دوي ته د بنګالي ويوونكو پاكستانيانو د ستونزو حل كولو باور وركړو او وې وئيل چې د دوي د ستونزو حل كولو لپاره به هر ممكنه اقدام كولې شي۔








