پاكستان كښې به 27 اكتوبر كشميريانو سره د بشپړه يووالي څرګندونې لپاره توره ورځ لمانځلې شي،ډپټي اسپيكر قاسم خان سوري

كوئټه 26 اكتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلي ډپټي اسپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي چې هند آرټيكل 370 ختمولو سره د مقبوضه كشمير په خپلواكۍ بريد كړې دې د كوم چې دوه كاله پوره كيږي ٬ د هند ظلم او جبر د كشميريانو غږ نه شي بندولې ٬ پاكستان كښې به په 27 اكتوبر د كشميريانو سره د د بشپړه يووالي څرګندونې لپاره توره ورځ لمانځلې شي۔وزير اعظم عمران خان د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو پشمول په هر فورم په ښه ډول پورته كولو سره كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو كښې ككړ د هند مكروه مخ په ډاګه كړې دې او دغسې غيور او بهادر كشميريان د هند د حبر په وړاندې ولاړ دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ’’اے پي پي ‘‘سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ډپټي اسپيكر ووئيل 2019 كښې د هند وزيراعظم نريندر مودي په مقبوضه كشمير او مظلوم كشميريانو له د ځائې آئين او قانون ترمخه ترلاسه خصوصي “نيمه خپلواكي “ختم كړې وه ٬ د نړۍ په تاريخ كښې دغه يوه توره ورځ وه په كومه ورځ چې د كشميريانو په خپلواكۍ بريد شوې ؤ د كوم چې دوه كاله پوره كيږي۔په دې موقع په 27 اكتوبر به په ټول پاكستان كښې هم د كشميريانو سره د يووالي څرګندونې سره توره ورځ لمانځلې شي ۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميريانو سفارتي او اخلاقي توګه په هر فورم خپل حمايت روان ساتي