
مسقط۔20اکتوبر(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل (آئی سی سی) ترسېوري لاندې د مېنز ټي 20 ورلډ كپ په اولني پړاؤ كښې به د زيارت په ورځ د اكتوبر په 21 مه نېټه دوه نور مېچونه كېږي۔ اولنې مېچ به د بنګله دېش او پاپوانیوګنی او دويم مېچ به د عمان او سكاټ لېنډ لوبډلې ترمينځه كېږي۔ دواړه مېچونه به په الامارت كركټ ګراؤنډ كښې كولې شي۔ د اولني پړاؤ مقابلې به د 8 لوبډلو ترمينځه كېږي كومو كښې چې د عمان، بنګله دېش، پاپوا نیوګنی، سکاټ لېنډ، آئرلېنډ، نمیبیا، سری لنکا او هالېنډ لوبډله شامل ده۔ د اولني پړاؤ مقابلې به د اكتوبر تر 22 مې نېټې روانې وي او په هر يو ګروپ كښې اولنۍ دوه لوبډلې به د اكتوبر 23 مې نېټې څخه پېل كېدونكي د ټورنامنټ سپر 12 پړاو لپاره كواليفائي كوي۔ د ټورنامنټ دوهم پړاؤ به د اكتوبر 23 مې نېټې څخه ابوظهبي كښې پېل كېږي كوم كښې به چې اولنې مېچ د آسټرېلیا او سوئيلي افريقا او دويم مېچ د انګلېنډ او وېسټ انډيز ترمينځه كولې شي۔ د اكتوبر په 24 مه نېټه به د روايتي حريف پاكستان او هند لوبډلو ترمينځه په دبۍ كښې مقابله كېږي۔ د ټورنامنټ اولنې سيمي فائنل به د نومبر په 10 مه نېټه ابوظهبي او دوهم په 11 مه نېټه دبۍ كښې كولې شي۔ د مېګا ايونټ پرېكنده معركه به د نومبر په 14 مه نېټه دبۍ انټرنېشل كركټ سټېډيم كښې كېږي