هند د را او زرخريد داعش د لارې په افغانستان كښې ترهګرې ته هوا وركوي. تجزياتي رپورټ

سرينګر 20اکتوبر(اے پي پي) هند د سوئيلي اسيا امن له مېنځه وړل غواړي. د كشميړ مېډيا سروس لخوا په جاري شوي يو تجزياتي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په افغانستان كښې د طالبانو د بريا نه پس د خپلې ماتې كتلو نه پس هند په افغانستان كښې د امن هڅې خرابولو سازشونه پېل كړي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل …

سرينګر 20اکتوبر(اے پي پي) هند د سوئيلي اسيا امن له مېنځه وړل غواړي. د كشميړ مېډيا سروس لخوا په جاري شوي يو تجزياتي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په افغانستان كښې د طالبانو د بريا نه پس د خپلې ماتې كتلو نه پس هند په افغانستان كښې د امن هڅې خرابولو سازشونه پېل كړي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د مستقل غړو پشمول نړيوالې ټولنې ته د هندي ترهګرې په لړ كښې ناقابل ترديد شواهد وړاندې كړې دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په افغانستان كښې خپل اثر و رسوخ او سرمايه په ډوبېدو كتلو سره هند خپله خفيه اېجنسي را په حركت كښې راوستلې ده كومه چې د خپل آله كار داعش د لارې د افغانستان امن تباه كولو لپاره ځانمرګي بريدونه كوي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې هند د اوږدې مودې راهسې د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد كاروي چې دغسې د سوئيلي اسيا امن او ستحكام له مېنځه يوسي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د مودي په مشرې كښې هند په افغانستان كښې انتشار او وېنه توئېدل غواړي چې دغسې د چين پاكستان اقتصادي لار خرابه كړي. په رپورټ كښې نړيوالې ټولنې ته وئيلي شوي دي چې هغه دې په منطقه كښې پوخ امن لپاره د هند د پراختيا د عزائمو نوټس واخلي.