قاهره – په پاكستاني سفارت كښې د عيد ميلاد النبي دستوره

قاہرہ۔19اکتوبر(اے پی پی) د مصر په پلازمينه قاهره كښې په پاكستاني سفارت كښې د نهې په ورځ د عيد ميلاد النبي په موقعه د ميلاد محفل وكړې شو۔ قاهره څخه د ترلاسه شوي پرېس ريليز لمخې په دې موقعه د ازهر پوهنتون او د پاكستان انټرنېشنل سكول (قاهره) زده كوؤنكو د قرآن تلاوت كولو سره سره نعت رسول مقبول ووئيلو او قصيده برده شريف ئې وړاندې كړه۔ د ميلاد دستورې …

قاہرہ۔19اکتوبر(اے پی پی) د مصر په پلازمينه قاهره كښې په پاكستاني سفارت كښې د نهې په ورځ د عيد ميلاد النبي په موقعه د ميلاد محفل وكړې شو۔ قاهره څخه د ترلاسه شوي پرېس ريليز لمخې په دې موقعه د ازهر پوهنتون او د پاكستان انټرنېشنل سكول (قاهره) زده كوؤنكو د قرآن تلاوت كولو سره سره نعت رسول مقبول ووئيلو او قصيده برده شريف ئې وړاندې كړه۔ د ميلاد دستورې ته خپل خطاب كښې د پاكستان سفير ساجد بلال د سيرت النبي ﷺ په بېلو اړخونو رڼا واچوله۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې د نبي اكرم ﷺ ژوند ټول انسانانو او د هر عمر او نسل وګړو لپاره د لارې مشال دے۔ په دستوره كښې د پاكستاني سفارت عملې سره د خپلو كورنيو ٬ پاكستاني تاركين وطن او مصري وګړو ګډون وكړو