امریکائي استازې زلمے خلیل زاد له خپل منصب څخه مستعفي شو

واشنګټن۔19اکتوبر(اے پی پی)افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې زلمے خلیل زاد له خپل منصب څخه استعفی وركړې ده۔ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن خپل نائب تهامس وېسټ افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلې دې۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې لمخې زلمے خليل زاد تېره ورځ امريكائي خارجه وزير انتوني بلنكن ته خپله استعفی وړاندې كولو سره د خپلې كاركردګۍ دفاع وكړه۔ هغه ووئيل …

واشنګټن۔19اکتوبر(اے پی پی)افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې زلمے خلیل زاد له خپل منصب څخه استعفی وركړې ده۔ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن خپل نائب تهامس وېسټ افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلې دې۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې لمخې زلمے خليل زاد تېره ورځ امريكائي خارجه وزير انتوني بلنكن ته خپله استعفی وړاندې كولو سره د خپلې كاركردګۍ دفاع وكړه۔ هغه ووئيل زه كمې مودې لپاره راغلې وومه او زه افغانستان لپاره د امريكائي پالېسۍ نوې دور په مهال دا منصب پرېښودل غواړم۔ هغه ووئيل د افغان حكومت او طالبانو ترمينځه سياسي عمل كښې د پېشرفت نه كېدو يو شمېر سببونه دي چې په اړه به ئې زه په راتلونكو څو ورځو كښې خپلې نكته نظر په ډاګه كړم۔ خارجه وزير د زلمے خليل زاد د خذماتو مننه كولو سره ووئيل امريكائي اولس لپاره په څو لسيزو محيط د خليل زاد خذمات د ستائنې وړ دي۔ بلخوا د امريكا د خارجه څانګې انسپكټر جنرل افغانستان څخه د امريكا د وتلو پلټنې پېل كولو اعلان هم كړې دې۔ زلمے خلیل زاد د كال 2004 نه تر 2005 افغانستان لپاره ٬ كال 2005 نه تر 2007 عراق لپاره او كال 2007 نه تر 2009 ملګرو ملتونو لپاره د امريكائي سفير په حېث خپل خذمات ترسره كړي دي۔ هغه د 5 ستمبر 2018 نه تر 18اکتوبر2021 افغانستان لپاره د امريكا خصوصي استازې پاتې شو۔