روانه مياشت په ماسكو كښې د افغانستان په اړه خبرو اترو كښې ګډون نشو كولے۔امريكا

واشنګټن 18 اکتوبر(اے پی پی)امريكې وئېلي دي روانه مياشت په ماسكو كښې د افغانستان په اړه په څلور اړخيزه مذاكراتو كښې ګډون نه شو كولے۔د امريكې خارجه محكمې وياند نيډ پرائس د ګل په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل مونږ د دې فورم د وړاندې تللو په انتظار يو او دا تعميري ګڼو خو مونږ په دې اونۍ كښې په فورم كښې د برخې اخستو په پوزېشن كښې نه يو٬مونږ ځينې لاجسټك ستونزې لرو۔د روسيې سفير ضمير كابلوف د تېرې جمعې په ورځ په ماسكو كښې د افغانستان په صورتحال د څلور اړخيزه مذاكراتو اعلان كولو سره وئېلي دي د دې مقصد د افغانستان په بدلېدونكي صورتحال شريك دريځ له كار كول دي خو امريكې روانه اونۍ په مذاكراتو كښې كوم چې(نن)د نهې په ورځ كېدونكې دي د ګډون كولو څخه بخښنه غوښتې او د لاجسټك ستونزو د وضاحت څخه يې ډډه كړې