افغانستان كښې به په اولني ځل د پوليو مخنيوي ملي كمپائن د نومبر 8 مې نېټې نه پېل شي٬ د ملګرو ملتونو لخوا د طالبان حكومت د پرېكړې هركلېb

کابل۔18اکتوبر(اے پی پی) افغانستان كښې به په اولني ځل د پوليو مخنيوي ملي كمپائن د نومبر 8 مې نېټې نه پېل شي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې لمخې ملګرو ملتونو د كوچنيانو ادارې يونيسف او د روغتيا نړيوالې ادارې د ګل په ورځ يو بيان كښې ووئيل د طالبانو حكومت بشپړه ملاتړ سره افغانستان كښې تر 5 كلونو عمر كوچنيانو ته د پوليو نه د بچ كېدو وېكسين وركولو مهم د نومبر 8 مې نېټې نه پېل شي۔ بيان كښې د طالبانو لخوا د پوليو مخنيوي مهم ملاتړ كولو پرېكړې ته هركلې وئيلې شوې دې۔ بيان كښې وئيلي شوي دي چې طالبانو په فرنټ لائن وركرز كښې د مېرمنو د شموليت او هېلت وركرز ته تحفظ وركولو له د خپل عزم څرګندونه كړې ده ولې چې د پوليو مخنيوي مهم نافذ كولو له د هېلت ورکرز تحفظ لازمی شرط دے