د ننګرهار ولايت ځائي حكومت د كلتوري ځايونو په كنلو بندېز ولګولو

کابل ۔18اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان ننګرهار ولايت ځائي حكومت د كلتوري ځايونو په كنلو بندېز لګولې دې۔ د ځائي خبر رسنې ادارې لمخې د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار ځائي حكومت په خپل وېب سائټ جاري كړي يو بيان كښې وئيلي دي چې د صوبې د تاريخي او كلتوري ځايونو په كنلو بندېز لګولې شوې دې۔ د ایسټرن ریجن ھسټوریکل مونومنټ ډائرېکټورېټ ډائرېكټر مولوي امان الله وئيلي دي د تاریخی او كلتوري ورثې ساتلو له د ننګرهار ولايت په دغه ځايونو كښې د كنلو په كار بندېز لګولې شوې دې۔ د طالبانو لخوا د نګران حكومت جوړېدو نه وروسته دا د افغان آثار قدیمه ، تاریخی او كلتوري ځايونو د ساتلو په اړه اولنے ګام دے۔ د كابل نه ختيځ اړخ ته د 120 كلوميټره په مسافت پروت دا ولايت د تاريخي او كلتوري ځايونو لپاره مشهور دے ٬ چرته چې په مجموعي توګه 122 تاريخي او كلتوري ځايونه دي۔