افغانستان – د چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 6 كسان مړه

کابل ۔18اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان ختيځ ولايات ننګرهار كښې د يو كور د چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 6 كسان مړه شوي دي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې لمخې افغان حكومت په يو بيان كښې وئيلي دي چې دا پېښه د ننګرهار ولايت په سپنګر اولسوالۍ كښې رامخې ته شوه۔ په حق رسېدليو كسانو كښې 3 مېرمنې او 3 كوچنيان شامل دي۔ دې پېښه كښې ژوبل شوي كسان د صوبائي سرښار جلال آباد روغتون ته رسولې شوې دي۔