نائجیریا كښې ترافيكي پېښه ٬ 11 كسان مړه ٬ 15 ژوبل

لاګوس۔18اکتوبر(اے پی پی) د نائیجیریا په كوارا رياست كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې 11 كسان مړه او 15 نور ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د فېډرل روډ سېفټی کور سېکټر کمانډر جوناتھن اوواډے حوالې سره وئيلي چې دا پېښه د رياست كوارا اونیپاکو كلي ته نزدې په سړك د غلط اوورټېكنګ په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔ ژوبل شوي كسان درملنو له نزدې روغتون ته رسولې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په نائيجيريا كښې د اوورلوډنګ ٬ د سړك خرابوالي او بې پراوھۍ سره د ډرائيونګ په نتيجه كښې دا ډول پېښې اكثر رامخې ته كېږي۔