د افغانستان په ختيځ كاپيسا ولايت كښې په ټرافيكي پېښه كښې 5 كسان مړه او يو ژوبل شوے

كابل 17 اکتوبر(اے پي پي) د افغانستان په ختيځ كاپيسا ولايت كښې په ټرافيكي پېښه كښې 5 كسان مړه او يو ژوبل شوے. د چينائي مېډيا له مخې يو ځائي چارواكي ووئيل چې د نجراب ولسوالې په شيخان سيمه كښې يو تند رفتار موټر ژورې كندې ته پرېوتې او په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او يو ژوبل شوے. عېني شاهدانو د پېښې تصديق كولو سره وئيلي دي چې پېښه د موټر چلوونكي د غفلت په وجه رامېنځ ته شوې. په موټر كښې سواره ټول كسان عام وګړي و كوم چې په سېل روان وو.