په پېرو كښې په ټرافيكي پېښه كښې 8 كسان مړه او 21 ژوبل شوي

ليما 17 اکتوبر(اے پي پي) په پېرو كښې په ټرافيكي پېښه كښې 8 كسان مړه او 21 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د پيرو پوليسو وئيلي دي چې پېښه د پېرو په سوئيلي اريكوپا سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله يو تند رفتار بس په لويه لار د بل پلو نه راروان دوه ګاډو سره ټكر شو. په پېښه كښې 8 كسان مړه او 21 ژوبل شوي دي. په ژوبل شويو كسانو كښې 6 ماشومان هم شامل دي. پوليسو د پېښې مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي.