په برازيل كښې د كشتۍ ډوبېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه او يو بې دركه شوے

برازيليا 17 اکتوبر(اے پي پي) په برازيل كښې د كشتۍ ډوبېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه او يو بې دركه شوے. د چينائي مېډيا له مخې د برازيل د سمندري پوځ چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه په مېنځني لوېديځ ايالت ماتوګروسو كښې د پېراګوئې په درياب كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د 145 كلوميټره په رفتار سره هواګانې چلېدې چې په نتيجه كښې ئې كشتۍ توازن د لاسه وركړو او ډوبه شوه. په مړو كسانو كښې د څلورو كسانو تعلق يوې كورنۍ سره و.