مېډرډ 16 اکتوبر(اے پي پي) په هسپانيا كښې د كشتۍ ډوبېدو په پېښه كښې 4 كډوال مړه او 21 بې دركه شوي دي. د نړيوالې مېډيا له مخې د هسپانيه د رسكيو سروسز وياند له مخې په كشتۍ كښې ټول 28 كډوال سواره وو چې پكښې درې بچ كړې شوي دي او لا هم 21 بې دركه دي او د لټون كار ئې روان دے. د ملګرو ملتونو د كډوالو …
په هسپانيا كښې د كشتۍ ډوبېدو په پېښه كښې 4 كډوال مړه او 21 بې دركه شوي دي
مېډرډ 16 اکتوبر(اے پي پي) په هسپانيا كښې د كشتۍ ډوبېدو په پېښه كښې 4 كډوال مړه او 21 بې دركه شوي دي. د نړيوالې مېډيا له مخې د هسپانيه د رسكيو سروسز وياند له مخې په كشتۍ كښې ټول 28 كډوال سواره وو چې پكښې درې بچ كړې شوي دي او لا هم 21 بې دركه دي او د لټون كار ئې روان دے. د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې له مخې سږ كال د اكتوبر تر مياشت 28،982 كډوال د سمندر د لارې هسپانيه ته رسېدلي دي. د كډوالو دا شمېره د تېر كال په مقابله كښې 41 فيصد زياته ده.












