د افغانستان په كونړ ولايت كښې په بمي چاودنه كښې د شيګل اولسوالۍ پوليس مشر مړ او 11 كسه ژوبل شوي

كابل 14اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان په كونړ ولايت كښې په بمي چاودنه كښې د شيګل اولسوالۍ د پوليس مشر مړ او 11 كسه ژوبل شوي۔د فرانس خبري اژانس له مخې يو طالب چارواكي د پېښې تصديق كولو سره وئېلي دي د زيارت په ورځ د كونړ ولايت په سرښار اسد آباد كښې په بمي چاودنه كښې د شيګل اولسوالۍ د پوليسو مشر ګاډې په نخښه كړې شوې او په نتيجه كښې يې د پوليس مشر مړ او 11 كسان ژوبل شوي ۔د كونړ د مركزي روغتون ډاكټرانو هم وئېلي دي روغتون ته 11 ژوبل كسان راوړلې شوي چې پكښې 4 طالب غړي او 7 نور وګړي شامل دي۔تراوسه كومې ډلې د پېښې پړه پغاړه نه ده اخستې