په نائيجريا كښې د بوكو حرام ډلې په ضد د عملياتو په مهال 76 ترهه ګر ونيولے شول

ابوجا 14اکتوبر(اے پی پی) په نائيجريا كښې د بوكو حرام ډلې په ضد د عملياتو په مهال 76 ترهه ګر نيولې شوي۔د تركيې مېډيا له مخې د بورنو ولايت د پوليس كمېشن عمر عبدو وئېلي دي په ولايت كښې په لويه پېمانه عمليات شوي او پكښې د بوكو حرام ډلې 76 ترهه ګر نيولې شوي او د دوي څخه په لويه اندازه وسله ترلاسه شوې۔د يادونې وړ ده د تېرو دريو مياشتو په مهال وسله والو سره په نښتو كښې د يو زر نه زيات خلك وژلې شوي