د زرګونو په شمېر افغانان د ملګرو ملتونو د كډوالو ايجنسۍ څخه مرسته ترلاسه كوي٬ ملګري ملتونه

کابل ۔14اکتوبر(اے پی پی) كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر (یو اېن اېچ سی آر) په ګرد افغانستان كښې د زرګونو په شمېر ضرورت مندو افغانانو سره مرسته كړی۔ د ملګرو ملتونو د خبر رسنې ادارې له مخې یو اېن اېچ سی آر (افغانستان) يو ټويټ كړے چې یو این اېچ سی آر د يو شمېر مرستيالو ايجنسو په همكارۍ سره كابل ٬ قندهار ٬ قندوزو او بلخ ولاياتونو كښې په مجموعي توګه 4،506 وګړو ته د كور ضرورت څيزونه وركړي ۔ ایجنسۍ وئيلي دي د افغانستان هرات ولايت كښې د بنيادي ضرورتونو ترسره كولو له 665 وګړو ته نغدې پېسې وركړې شوي ۔ دغسې په كابل او هرات كښې 973 وګړو دا پېسې ترلاسه كړي۔ ملګري ملتونه غېر سركاري تنظيمونو سره په ګډه د يخنۍ موسم نه وړاندې بحران ځپلو افغانانو سره مرسته كوي۔ یو اېن اېچ سی آر زياته كړه چې په افغانستان كښې د بې روزګارۍ شرح او بې وزلۍ زياتېدو سره معاشي صورتحال لا خرابېدے شي۔