محمد نبي به د آئي سي سي ورلډ ټي ټونټي كپ كښې د افغانستان لوبډلې مشري كوي

اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان كركټ لوبډلې نوموړے آل راؤنډر محمد نبي به آئي سي سي ورلډ كپ كښې د افغانستان لوبډلې مشري كوي۔ 36 كلن محمد نبي د راشد خان په ځاے د افغانستان كركټ لوبډلې كپتان غوره كړے شوے۔ د افغانستان کرکټ بورډ (اے سی بی) له مخې محمد نبي به په 7 آئي سي سي مېنز ورلډ ټي ټونټي كپ كښې د قامي لوبډلې مشري كوي۔ د افغانستان لوبډله په ګروپ 2 كښې پاكستان ٬ هند او نيوزي لېنډ سره لوبېږي ۔ د افغانستان په نورو لوبغاړو كښې رحمان اللہ ګرباز، حضرت اللہ زیزئی، عثمان غنی، محمد شهزاد، حشمت اللہ شاهدی، اصغر افغان، ګلبدین نائب، نجیب اللہ زدران، کریم جنت، راشد خان، مجیب الرحمان، حامد حسن، فرید احمد او نوین الحق شامل دي۔ د افغانستان لوبډله به په مېګا ايونټ كښې اولنے مېچ به 25 اكتوبر كوي۔