د تركيه تر ټولو لوړ قد لرونكې مېرمن په ګېنز بك آف ورلډ ريكارډز كښې شامل كړې شوه

انقرہ۔14اکتوبر(اے پی پی) د تركيه د نړۍ تر ټولو لوړ قد لرونكې مېرمن په ګېنز بك آف ورلډ ريكارډز كښې شامل كړې شوې ده۔ د امريكا د ابلاغ ذريعو لمخې د ترك مېرمن د 7 فټ 7 انچ قد په لرلو د نړۍ تر ټولو اوږد قد لرونكې مېرمنې ګرځولې شوې ده۔ د 24 كلنې رومېسه جېلګي قد 7 فټه 7 انچه دے ، كومه چې دا مهال وېور سېنډروم سره مخ ده چې لا امله ئې د هغې قد په تندۍ سره سوا كېږي۔ د ګېنز ورلډ ریکارډ لمخې رومېسه جېلګي دې نه وړاندې هم په كال 2014 كښې د 18 كالو په عمر كښې د نړۍ تر ټولو اوږد قد لرونكې ټين اېجر نړيوال ريكارډ په خپل نوم كړې ؤ۔ د ګېنز ورلډ ريكارډ چيف ايډيټر كرېګ ګلېنډ ووئيل رومېسه جېلګي زياتره وخت لپاره وھيل چيئر كاروي او هغه لږې شېبې له د واكر په مرسته هم ګرځېدې شي ځكه چې هغه يو زيات ځانګړي حالت سره مخ ده كوم ته چې وېور سنډروم وئيلې شي