سعودی عربستان،ټولو جوماتونو كښې د قرآن حفظ كولو حلقې بحال ٬ كورونا اېس او پيز لازمي

ریاض۔14اکتوبر(اے پی پی) د سعودی عربستان د اسلامي چارو وزير ډاكټر عبد اللطيف آل شېخ د ګرد هېواد په ټولو جوماتونو كښې د قرآن حفظ كولو حلقې بحال كولو اعلان كړې دې۔ سعودی ورځپاڼې د اسلامي چارو وزير جاري كړې شويو احكاماتو په اړه ووئيل په ټولو جوماتونو كښې د قرآن كريم حفظ كولو حلقې بحالولې شي بياهم دې لپاره دا لازمي ده چې انتظاميه كورونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره په وضعې كړې شويو ضابطو عمل باوري كړي۔ هغه ووئيل د قرآن كريم حفظ كولو حلقو كښې به ګډون هغه زده كوؤنكي كولې شي كومو چې د كورونا وېكسين دواړه خوراكونه لګولې وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د كال مارچ 2020 نه وروسته د كورونا وائرس وبا د لاسه د درس قرآن حلقې په عارضي توګه بندې كړې شوې وې كومې چې نزدې 20 مياشتې پسې يو وارې بيا بحالولې شي۔