هېواد كښې د مېرمنو په لوبو كښې په برخه اخستو كوم بندېز نشته ۔د افغان كركټ بورډ چيئرمېن

كابل 13 اکتوبر (اے پي پي)د افغانستان كركټ بورډ چيئرمېن عزيز الله فاضلي وئېلي دي په هېواد كښې د مېرمنو په لوبو كښې په برخه اخستو كوم رسمي بندېز نشته ۔د ابلاغ ذريعو سره په خبرو كښې د افغان كركټ بورډ چيئرمېن وئېلي دي په هېواد كښې د مېرمنو لوبغاړو په اړه زمونږ د طالبانو اعلٰی قيادت سره خبره شوې ٬ هغه وئېلي دي په هېواد كښې د مېرمنو په لوبو په خاص توګه په ويمن كركټ كوم بندېز نه نشته۔ده ووئيل مونږ مېرمنې د كركټ لوبې څخه د منع كولو نه دي وئېلې٬زمونږ د مېرمنو كركټ ډله د 18 كلونو څخه لوبېږي ۔ده ووئيل مونږ له خپل مذهب او كلتور په ذهن كښې د ساتلو ضرورت دے كه مېرمنې په دې دائره كښې د لباس خيال ساتي نو د مېرمنو د لوبو په مقابلو كښې د ګډون كولو څخه كومه ستونزه نه لرو