د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا د ارواښاد ډاكټر عبدالقدير خان لور ته فاتحه وكړه

كوئټه13اکتوبر(اے پی پی)د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا د شورو په ورځ د ارواښاد ډاكټر عبدالقدير خان كور ته لاړ او د هغه لور سره ئې غمرازي او فاتحه وكړه۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا ووئيل ارواښاد ډاكټر عبدالقدير خان په ټوله نړۍ كښې په خاص توګه اسلامي هېوادونو كښې د اتومي طاقت تاج د پاكستان په سر اېښودلو سره يو نوے تاريخ رقم كړے او د پاكستان دفاع يې ناقابل تسخير كړې ۔د بلوچستان ګورنر د يو والي او خواخوږۍ څرګندونې سره غم جنې كورنۍ له باور وركړو چې مونږ ستاسو په غم كښې برابر شريك يو۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري هم موجود ؤ