كوز دير تيمره ګره ماډل سكول كښې د عيدميلاد النبي(ص)په اړه پروګرامونه

كوزدير13اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم عمران خان د سپارښتنې په رڼا كښې د رحمت اللعالمين(ص)بېلو پروګرامونو په لړۍ كښې تيمره ګره ماډل سكول كښې هم د عيد ميلاد النبي(ص)په اړه پروګرامونه وشول ۔په دې موقع مولانا محمد منير د اقليتونو حقونو په اړه خطاب وكړو او مولانا محمد اسماعيل د مذهبونو همغږۍ او قاري محمد اسرار د انسانيت لپاره د رحمت اللعالمين په سر خطونو وېناګانې وكړې ۔ پروګرام كښې د سيمې بېلو سكولونو ماشومانو برخه واخست چې پكښې د قرات٬نعتونو او حمد باري تعالٰی مقابلې وشوې۔ دغسې مقابلې ګټوونكو ماشومانو ته شيلډ ا و انعامات وركړے شول او په پروګرام كښې بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون كولو