د جي 20 هېوادونو غونډه ٬ افغانستان كښې د بشري بحران مخنيوي له په ګډه كار كولو اتفاق

روم۔13اکتوبر(اے پی پی) د سرمايه دار هېوادونو ډلې (جی20) مشرانو په افغانستان كښې د بشري بحران مخنيوي له په بشري بنيادونو د مرستې هڅې تند كولو په لړ كښې په ګډه كار كولو اتفاق كړے دې۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې لمخې افغانستان كښې په روانه ناوړه بشري او اقتصادي وضعه خبرې كولو له د اطالوي وزيراعظم ماريو دراغي په مشرۍ كښې تېره ورځ د جي 20 هېوادونو مشرانو ورچوئل غونډه وشوه كومه كښې چې دغه هېوادونو افغانستان كښې د خېر ښېګرې آزادو نړيوالو ډلو د لارې افغانانو سره د نېغ په نېغه مرستې اهميت په ډاګه كړو۔ د غونډې نه وروسته اطالوي وزيراعظم كنفرنس ته خپل خطاب كښې ووئيل جي 20 هېوادونو له به د افغانستان طالبان حكومت سره رابطه كښې پاتې كېدل وي ولې په رابطه كښې د پاتې كېدو دا مطلب نه دے چې كابل انتظاميه به په باضابطه توګه تسليم كړې شي۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې مونږ له به د كومې مباحثې نه غېر د افغان اولس مرسته كول وي او په دې لړ كښې ټولو جي 20 هېوادونو د افغانستان په لا مرسته كولو اتفاق كړے دے۔