په افغانستان كښې انساني بحران بدتر كېږي ٬ هلته د 20 ملين خلقو بېړنۍ مرستې لپاره د فنډز ضرورت دے۔يو اېن اېچ سي آر

نيويارك 12 اکتوبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې يو اېن اېچ سي آر وئېلي دي په افغانستان كښې انساني بحران بدتر كېږي او هلته د 20 ملين خلقو بېړنۍ مرستې لپاره د فنډز ضرورت دے٬د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې افغانستان لپاره د 606 ملين ډالرو د خواست نه يوه مياشت پس د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې وئېلي دي د راتلونكو دوو مياشتو آپرېشن لپاره يوازې د ضروري فنډ 35 فيصد ترلاسه شوے ۔تېره ورځ د ملګرو ملتونو مشر انټونيو ګتريس نړيوالې ټولنې ته خواست كړے ؤ چې نړۍ دې د افغانستان په پريوتونكې معيشت كښې نغدد برخه واچوي چې دغسې د تباهۍ نه بچ كړے شي۔د ملګرو ملتونو د مشر دا بيان د صنعتي هېوادونو تنظيم جي 20 د غونډې نه وړاندې راغلے په كومه كښې به چې مشران د افغانستان په صورتحال خبرې كوي۔د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې وئېلي دي د افغانستان نيمه آبادي په انساني مرسته انحصار لري او دې لپاره په سمدستي توګه د مرستې ضرورت دے