د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان د بلوچستان پخواني چيف سېكرټري عبدالحكيم بلوچ په مړينه غمرازي ښكاره كړه

كوئټه 12اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان د بلوچستان پخواني چيف سېكرټري عبدالحكيم بلوچ په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې وزيراعلٰی د عبدالحكيم په مړينه غمرازۍ ښكاره كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي