پېښور ٬ د داخله سېكتر شوكت علي د محله اسلام آباد دوره ٬ د بېلو منصوبو ئې جاج واخست

پېښور ۔12اکتوبر(اے پی پی) پارليماني داخله سېكتر حاجي شوكت علي وركرز سره د يو سي 13 محله اسلام آباد دوره وكړه۔ د خپلې دورې په مهال هغه د نوې ټيوب وېل ٬ د څښلو پاكو اوبو له د نوې پائپ لائن منصوبې او د پخوانو تارونو بدلولو منصوبې جاج واخست۔ حاجی شوکت علی په دې مهال د ګاز په اړه عام وګړو نه تپوس پوښتنه او د بېلو تنورونو مالكانو سره خبرې وكړې۔