د افغانستان معيشت تباهۍ څخ بچ كولو له ليكوډيتي ته اړتيا ده٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔12اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش د افغانستان معيشت تباهۍ څخه بچ كولو له د لیکوډیټی رسولو په حاجت زور راوړے دے٬ د هغه وېنا وه چې نړيواله ورورلي دې افغانستان سره د بشري خواخوږۍ په بنياد مرسته وكړي۔ د چين خبر رسنې ادارې د انتونيو ګوترېش خبريالانو سره د خبرو په اړه وئيلي چې د اګست په مياشت كښې د طالبانو د كنټرول نه وړاندې د افغانستان معيشت خراب ؤ كوم ته چې د تېرو 20 كالو راهيسې د بهرنۍ مرستې سهارا ترلاسه وه٬ افغان معيشت اوچ كالۍ او د كورونا وائرس اثراتو سره مخ دے او اوس د منجمد اثاثو او پرمختيائي مرستې ودرېدو د لاسه تباهۍ پلو روران دے٬ بېنكونه بندېږي ٬ په بېلو ځايونو كښی د روغتيا د خيال ساتلو او نورې بنيادي آسانۍ ځنډ سره مخ دي له دې كبله مونږ له به د افغانستان معيشت يو وارې بيا په خپلو پښو ودرولو له لارې لټول وي ٬ داسې لارې چې ورسره افغان پروفېشنلز او سركاري ملازمين د اولس خذمت روان وساتلې شي۔ هغه په نړۍ زور راوړو چې هغه دې افغان معيشت تباهۍ څخه د بچ كولو په خاطر لیکوډیټی رسولو له ګامونه پورته كړي او دا ځكه چې دا وخت د ” كه اوس نه وي نو كله به هم نه وي” دے۔ هغه ووئيل كه مونږ په دې سخت وخت كښې د افغانستان زر تر زره مرسته ونكړه نو نه يوازې افغان اولس بلكې نړۍ له به بيا د دې لويې قيمت ادا كول وي۔ هغه خبردارې وركړو چې خوراك ٬ ملازمت ٬ د حقونو تحفظ او نور ضروري اقدامات نه لرونكي افغان وګړي به د پياوړي ژوند په لټون كښې خپل كور او هر څخه پرېږدي او د ممنوعه دويانو په بهير او جرائم پېشه او د ترهګرو نېټ وركس به زيات شي چې ورسره به نه يوازې افغانستان بلكه منطقه او ګرده نړۍ زياته اغېزمنه شي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر وئويل د لیکوډټی رسولو مسئله بايد د نورو مسئلو لكه افغانستان كښې حكومت تسليمول يا نه تسليمول او د بندېزونو او منجمد اثاثو سره اړوندو پوښتنو نه لرې په بېله توګه حل كړې شي۔