فلپائن، د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ په نتيجه كښې 9 كسان مړه او 11 بې دركه

منېلا۔12اکتوبر(اے پی پی) په فلپائن كښې د سختو بارانونو نه وروسته د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ پېښو په نتيجه كښې 9 كسان مړه او 11 نور بې دركه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د فلپائن نېشنل ډیزاسټر رسک رېډکشن اېنډ مېنجمنټ کونسل حوالې سره وئيلي دي چې د هېواد په بېلو سيمو كښې د سختو بارانونو نه وروسته د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ په نتيجه كښې 9 كسان مړه او 11 بې دركه شوي دي۔ چارواكو وئيلي دي چې د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ د لاسه د هېواد په 15 سيمو كښې سړكونو او پلونو ته زيان رسېدلے او 16 زره نه زيات كسان بې كوره شوي هم دي۔