بټګرام، د جيپ ژورې كندې ته د پرېوتو پېښه ٬ د مور او لور په شمول 4 كسان مړه

بټګرام۔12اکتوبر(اے پی پی) د بټګرام بنه آلائي سيمې څخه پاشتو ته د تلونكي جيپ ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د مور او لور په شمول څلور كسان مړه او يو سخت ژوبل شوے دے۔ د پولیس لمخې تېره ورځ د ماښام په وخت بنه آلائي سيمې څخه پاشتو ته تلونكې جيپ سوكړ نل ته نزدې د ډرائيور نه بې قابو كېدو سره په سوؤنو فټ ژورې كندې ته پرېوتو چې په نتيجه كښې ئې ډرائيور او يو بل وګړې په ځائې مړه او مور او لور سخت ژوبل شوې۔ د پېښی اطلاع په ترلاسه كېدو ځائي خلكو د مرستې كارروائۍ پېل كړې او د ژوبل شوې مور او لور په شمول درې كسان ئې نزدې روغتون ته منتقل كړې چرته چې مور او لور د درملنو په مهال په حق ورسېدې۔ پېښه كښې ژوبل شوے درېم تن د بټګرام روغتون ته ورسولے شو۔